په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن چهارشنبه د سلواغه ۲۴مه د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون د محمد بلوچ عزیزي د کانونو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت سره د ٨٣ میلیونو او ٨٧٥ زره افغانیو په ارزښت د ٠.٥٤ کیلو مټره مربع په مساحت سره لاسلیک کړ.
بدري د یاد کان په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د دې کان تړون به د پنځو کلونو لپاره وي په دې شرط چې دوی د کانونو د اصولو، کړنلارې او مکلفیتونو سره سم کار او فعالیت وکړي نو د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته به د دوهم ځل لپاره نوی شي.
د کانونو وزارت سرپرست د ټولنیزو خدمتونو په اړه وویل: د دې پروژې په پلي کېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد لسګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرشي.
د پیغام پای/
Your Comment